د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید وايي، چې د لوګر سږ کال پر ۴۸۰ هکټاره د بادامو باغونه شتون لري، چې ترې څه باندې ۱۳۲۸ متریک ټنه حاصلات لاسته راغلي، په داسې حال کې چې تېر کال د بادامو ۳۶۹.۶ هکتاره باغونه شتون درلود، چې ترې ۱۲۹۳ متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، چې د تېر کال په پرتله ٩.٥ سلنه زیاتوالی ښیي. لوګر کې د مرکز پل عالم ترڅنګ په محمد اغې، خوښۍ، څرخ او ځینو نورو ولسوالیو کې د نورو میوه لرونکو ونو سربېره په پراخه کچه د بادامو باغونه هم جوړ شوي چې بڼوال ترې په خپل وخت د پام وړ حاصلات تر لاسه کوي.