د غور تاریخي منار چې د وروستیو میاشتو د سېلابونو له امله په جدي توګه زیانمن شوی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. د غور د ولایتي چارواکو په وینا، تر اوسه د دغه تاریخي منار د استحکام او مرمت په پار هېڅ کار نه دی شوی. جام منار دوه ويشت کاله وړاندې د یونیسکو له لوري د نړیوال فرهنګي میراثونو نوملړ کې ثبت شوی وو. خو د غور فرهنګیانو او سیمهییزو مسوولینو په خبره د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې یونیسکو دغه تاریخي اثر هیر کړی دی. درې میاشتې وړاندې سیلابونو جام منار په جدي توګه زیانمن کړی. اوبه د منار دننه ننوتې او د څو ورځو لپاره پکې پاتې وې. تردا مهاله ددغه تاریخي منار د ژغورنې لپاره هېڅ ډول ګام نه دی اخیستل شوی. د غور اوسېدونکي او فرهنګیان د جام منار نړېدو ته اندېښمن دي.