د ټولګټو چارو سرپرست وزیر، په کابل کې د قزاقستان له سفير عليم خان يسين ګيلدييف سره په کتنه کې؛ د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ په ځانګړې توګه د خواف – هرات د څلورمې قطعې د ۴۷ کيلومتره لومړۍ برخې اوسپنيزې کرښې د پراختيا په اړه خبرې شوې چې له دې لارې د افغانستان د صادراتي توکو کچه لوړه او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي. د ټولګټو چارو سرپرست وزیر، قزاقستان د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو همکارانو څخه بللی او ویلي یې دي چې اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنيت تامين شوی او پانګونې ته ښه فرصت برابر دی؛ نو قزاقستان بايد له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره، قزاقستاني سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. په کابل کې د قزاقستان سفير هم په خپلو خبرو کې، څرګنده کړې چې قزاقستاني شرکتونه د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.