د میدان ورګو ولایت د کلیو بيارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بيا رغونې او پراختيا رییس وحید الله راشد ویلي، چې د یاد ولایت د چک ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادو پروژو سربېره یې په نیک پایکول درې په ۱۴ کلیو کې د اوبو ۲۵ څاګانې هم رغول شوې دي.