د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، داسې یو پلان یې چمتو کړی دی چې په ټاکنو کې د بریا په صورت کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو تضمین کوي. ټرمپ چې له خپلې سیالې، د ډیموکرات ګوند له کاندیدې کامالا هریس سره اوږه په اوږه سیالۍ ته دوام ورکوي پرون په یوه پوډکاست کې د خبرو پرمهال وویل، که ټاکنې دی وګټي، نو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو معامله به وکړي. خو نوموړي زیاته کړه چې د دې پلان جزیات اوس ځکه نهشي افشا کولای چې د ده په ټکو بیا به ناکام شي. مېرمن هریس بیا پر ټرمپ نیوکه کړې، چې په څو ورځو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ژمنې کوي خو دا نه وايي چې دا کار به څنګه کوي.