د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولين وايي؛ د روان لمریز کال زمري میاشت کې په هېواد کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱٫۴ سلنه ټیټوالی راغلی، چې له ډلې يې په غوړیو کې۱٫۶ سلنه، په مېوو کې ۲٫۲ سلنه او د سبو په بيو کې ۶٫۹ سلنه ټيټوالی راغلی دی. د یادې ادارې ویاند ویلي، چې که څه هم د خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، خو په همدې موده کې بیا د غیر خوراکي توکو په ځانګړې توګه د جامو په بیو کې ۱٫۲ سلنه او د کور سامان په بیو کې بیا ۱٫۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.