د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټننټل جام سیالیو په پایلوبه کې سبا له کوربه تایلنډۍ لوبډلې سره مخامخ کیږي. که افغان لوبډله په دې سیالۍ کې بریا خپله کړي، نو د جام اتله لوبډله به ونومول شي. افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د دې سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته پنځه د یوه پر وړاندې ماته ورکړه، د سې شنبې په ورځ یې له کوېټ څخه ماتې خوړلې وه، تر هغه وړاندې یې د ګواتمالا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د یادولو وړ ده، چې له دې سیالیو څخه موخه د فوټسال راتلونکي نړیوال جام ته چمتووالی دی چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربهتوب پیل شي.