د راپورونو له مخې پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د ایستلو د دویم پړاو احتمالي پیل اندېښمن کړي دي. دوی وایي له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او نهشي کولای چې یو په یو خپل کارو بار خوشې کړي او افغانستان ته راستانه شي. دغه کډوال د پاکستان له حکومت او د کډوالۍ له نړۍوالو ادارو غواړي چې، د دوی ستونزو ته جدي پام وکړي. بلخوا، په پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد سفیر د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د افغان کډوالو د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.