د پروان ولایت ځایي مسوولینو د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د اوبو د یوه سربند د جوړېدو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس رسنیو ته ویلي، چې دغه سربند د جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار قلعه سیمه کې د مالیې وزارت له لوري د ۱ میلیونه ۶۵۸ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. دا سربند ۱۵.۸ متره اوږدوالی او۴ متره لوړوالی لري او د کار په جریان کې به یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او په بشپړېدو سره به يې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ۲۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.