د افغانستان بانک مسوولینو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې ویلي، چې په تېر کال کې یې له مرکز او ولایتونو څخه د ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي. د دغه بانک مسوولین وایي، دوی د سوځول شويو زړو افغانيو پر ځای د راکړې ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي. د یاد بانک مسوولينو دا هم ویلي چې اوسمهال مشتریان کولی چې د افغانیو له حساب څخه په اوونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ راوباسي.