په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د سرپرست حکومت له سياسي مرستيال سره په لیدنه کې ویلي، چې جاپان د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په لومړي قدم کې ملي موزیم ته ۳۰۰ زره ډالر مرسته ځانګړې کړې. کورومایا د نشهيي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، چې دې برخه کې یې له وړاندې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې پام کې لري څو د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي. تاکایوشي کورومایا ویلي، چې توکیو د افغانستان د سرپرست حکومت پرمختګونه څاري او G7 هېوادونو او سرپرست حکومت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي. ورته مهال دې لیدنه کې سیاسي مرستیال د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لورو په ګټه بللي او د دوحې د درېیمې ناستې د ژمنو ژر پلې کېدو هیله یې څرګنډه کړې ده.