په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د مالیاتو له کمښت سره سره بیا هم د تېلو بیې لوړې دي، چې دې چارې د دوی ورځني لګښتونه هم لوړ کړي دي. خلک وايي، تر څو چې د توکو د قیمتونو پر لوړوالي جدي څار ونشي، تر هغه به د مالیاتو کمښت یوازې د سوداګرو په ګټه وي. په همدې حال کې بیا د مالیې وزارت ویاند وايي، دوی هڅه کوي، چې د ګمرکي محصول او مالیاتو د معافیت له لارې د توکو بیې راټيټې کړي. د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د مالیې کمولو د کورني صنعت ودې ته لاره هواره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت یوه میاشت وړاندې د هوټلونو او پمپ سټېشنونو لپاره د نفت او ګازو په برخه کې مالیه کمه کړې وه.