د امريکا دفاع وزارت پرون په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اوکراين د امنيتي او دفاعي اړتياوو له مخې به ورته د ۲۵۰ میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې برابرې کړي. د دغې اعلاميې له مخې، ياده مرسته به د امريکا د ملي دفاع له ذخيرې څخه بېله شي چې پکې د هوايي بريد ضد توغندي، راکټي سيستمونه، د ټانک ضد وسلې او زغره وال موټرونه شامل دي.