په کندهار ولایت کې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د فوټبال ولایتي سیالۍ پیل شوې. په دې سیالیو کې له کابل، فراه، هلمند او کوربه کندهار څخه ۶ لوبډلو ونډه اخیستې، چې نږدې ۹ ورځې به خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي. د دې سیالیو پیلیزه لوبه کې د کابل ګلرنګ او د هلمند هارون پوپل لوبډلې مخامخ شوې، چې هارون پوپل پکې سیالې لوبډلې ته ۲ ـ ۰ ماته ورکړه او د دې سیالیو لومړۍ لوبه یې په خپل نوم کړه.