د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له نشه یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیست غونډه کې ويلي، پر افغانستان د امریکا پر مشرۍ د ناټو یرغل د نشه یي توکو د زیاتېدو لامل شو. نوموړي ویلي، د اشغال پر مهال افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه نشه یي توکي تولیدول. د نوموړي په خبره، تېرو ۲۰ کلونو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په خبره کې د میلیونونو ډالرو په لګښت سره هېواد کې د نشه یي توکو کرکېله زیاته شوه، خو سرپرست حکومت د خلکو په مرسته د نشه یي توکو کښت کچه نږدې صفر ته رسولې ده. سیاسي مرستیال دغو مراسمو کې په تېر حکومت په نیوکې سره وویل، تېرو ۲۰ کلنو کې یې د کرنې سکټور په برخه کې هېڅ ډول بنیادي کار نه دی کړی بلکې مرسته شوې پیسې یې د چارواکو له لوري حیف میل شوې.