د قرغیزستان د وزیرانو د کابینې رییس په بېشکېک کې د افغانستان د سرپرست حکومت له شارژدافیر سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی. د قرغیزستان د رسنیو د راپورونو له مخې په دې کتنه کې د قرغیزستان د وزیرانو د کابینې رییس اقیل بیګ جباروف ویلي، چې قرغیزستان له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، ټرانسپورټي اړیکو، د افغانستان د کانونو د ګډې پراختیا، انرژۍ، صنعت او کرنې په برخو کې همکارۍ ته لېوالتیا لري. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا د روان زیږدیز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د افغانستان او قرغیزستان تر منځ د ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د دغه وزارت د ویاند په وینا له دې منځه افغانستان دغه هېواد ته د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.