د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې د افغانستان پر صادراتي توکو په ځانګړې توګه پر تازه میوو لګول شوي سوداګریز محدودیتونه لرې کړي. نوموړي همدا راز له یادو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ستونزو جوړولو او همدا راز د افغان سوداګرو له تاواني کولو ډډه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه همکارۍ به سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. بلخوا د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال دې په پام سره چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د کرنې له لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي وايي، چې دغه وزارت د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ په موخه پنځه کلن پلان جوړ کړی دی.