د زرنج سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د استخباراتو سړک د کانکرېټ کولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د نیمروز ولایت د دفتر رییس انجنیر حامد ابراهیم وویل، چې په مرکز زرنج ښار کې د څه باندې ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د استخباراتو سړک د يو نيم کيلو متره اوږدوالى او ۷ متره سور لري، چې د څلورو مياشتو په موده کې یې د پخولو چارې بشپړې شوې دي. د سیمې خلکو د یادې پروژې په بشپړېدو خوښ دي او له مسوولینو د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.