د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، په تره خېلو کې د برېښنا د نوي سب سټېشن او له چمتلې څخه تر تره خېلو پورې د ۲۲۰کيلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پروژو پرانيستغونډه کې ویلي، چې د یادې پروژې بشپړېدل به د دې سيمې اوسېدونکو ته د برېښنا په وېش او رسولو کې مهم رول ولوبوي. هغه زیاته کړه، چې افغانستان د برېښنا د تولید ستر ظرفيتونه لري، خو په ورستيو لسیزو کې په لوی لاس په تياره کې ساتل شوی و. سیاسي مرستیال همدارنګه ویلي، چې د هېواد د اوبو مهارول، د اوبيزې، بادي، لمريزې او حرارتي برېښنا چمتو کول او د کرنې پراختيا د سرپرست حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او دا چاره د هېڅ ګاونډي يا کوم بل هېواد په زيان نه ده.