د بادغیس ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په یاد ولایت کې د ٣.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د مؤسساتو چارو آمر رسنیو ته ویلي چې یادې شبکې چارې د سنګ اتش ولسوالۍ په زیرتنګي کلي کې د (آی آر سي) دفتر په مالي ملاتړ پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د څښاک اوبو د دې شبکې په جوړېدو سره به د دغه کلي ۲۰۰ کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخمنې شي. د یادولو وړ ده چې په یاد پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.