د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال روسیې ته د خپل سفر په لړ کې د ختیځي اسیا په اقتصادي کنفرانس کې، چې د روسیې د ولسمشر، د مالیزیا د ولسمشر د مرستیال، د چین د ولسمشر د مرستیال، د کویټ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، چین او روسیې د سوداګریزو استازو په ګډون جوړ شوی وو، د اسیايي هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي، په ټینګار سره ویلي، چې اوسمهال افغانستان د سراسري امنیت، د کوکنارو پر کرکېلې د بندیز او اداري او د اداري فساد د له منځه تلو له امله د سوداګرۍ او پانګونې لپاره هېوادونو ته یو ښه فرصت دی. محمد یونس مومند د دغو هېوادونو له استازو غوښتي، چې خپل سوداګر په افغانستان کې د کانونو، کرنې او د انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونې ته وهڅوي.