نامعلومو وسله والو پرون مازيګر مهال د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د ګمبېلا تاڼې د پلټنو مسوول معتبر خان وژلی دی. د لکي مروت د پوليسو وياند شاهد حميد ويلي چې وسله والو په منګترا ګنډي عمر چيکړ کلي کې پر معتبر خان ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې د هغه د تره زوی اسفنديار خان هم ژوبل شو. د دې بريد مسووليت لا چا نه دی منلی. تر دې يوه ورځ وړاندې، نامعلومه موټر سايکل سپرو وسله والو د صفي الله په نامه پوليس سرتېری او د هغه ورور نویدالله، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی وو، د لکي مروت په اباخېلو سيمه کې د خپل کور مخې ته ووژل. دواړه وژل شوي کسان د لکي مروت پوليس تاڼې د مشر شفقت الله وروڼه وو. بل خوا د خيبر پښتونخوا په کورمه کې په وسلوال بريد کې د پاکستان د سرحدي ځواک يو عسکر وژل شوی او درې ژوبل شوي دي.