د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ د برېښنا بند او فابریکې د بیا رغونې چارې ۶۷ سلنه بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره اوسمهال د دغه بند ډيری برخې په لوړ کیفیت ترمیم او د راتلونکي کال تر ثور میاشتې به یې پاتې چارې بشپړې شي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د برېښنا نشتون له ستونزو سره مخ کړي، او خوښ دي، چې د یاد بند رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي. د ویلو ده چې د یادې فابریکې په فعالېدو سره به شاوخوا څلور میګاواټه برېښنا تولید او څه باندې پنځه زره کورنۍ به له برېښنا برخمنې شي.