د هرات ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د ګذرې ولسوالۍ اړوند پل پشتون سیمه کې د ښاروالۍ ریاست په همکارۍ او د اویسن فارما کمپنۍ په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د تګ راتګ عمومي دروازه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادونې وړ ده، چې په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.