د پروان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د اوبو یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست د مسوولینو په خبره د اوبو دغه سربند د مالیې وزارت له بودیجې څخه د یاد ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په ګنبد کلي کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. یاد سربند ۱۵ متره اوږدوالی لري چې د کار په جریان کې به یې لسګونه تنه کارګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د دې کلي د اوسېدونکو ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.