اقتصاد وزارت د روان لمریز کار کال له پيله تراوسه ۷۳ غیر دولتي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي. د اقتصاد وزارت ویاند زیاتوي چې، د ۷۳ غیر دولتي بنسټونو له منځه، د هغو دوه بنسټونه یې بهرني دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، دامهال په ټول هېواد کې ۲۴۷۷ غیردولتي موسسې فعالیت کوي چې، له دې منځه ۲۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ موسسې دي. بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه د کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو فعالیت د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزناک ګڼي او ټینګار کوي چې، هغه ادارې چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، باید خپلې مرستې په زیر بنایي برخو کې ولګوي.