ټاکل شوې چې د امریکا په د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دواړو ګوندونو کاندیدان نن شپه د لومړي ځل لپاره د یو بل سره په مخامخ مناظرې کې برخه واخلي. د ډیموکرات ګوند نوماندې کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکې ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ هیڅکله د یو بل سره نه دي کتلي او نه یې په ټیلیفون کې خبرې کړي. دوی دواړه به د پنسلوانیا ایالت په مرکز فیلادیلفیا کې د اساسي قانون په ملي مرکز کې د ۹۰ دقیقو لپاره د اې بي سي ټلویزیون خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. همدا ښایي د ټرمپ او هریس یوازینۍ ټاکنیزه مناظره وي او ټاکل شوې میلیونونه امریکایان به یې په ټلویزیونونو کې وګوري.