په هېواد کې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰۰ ترافیکي پېښې شوي او له امله یې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي هم دي. د ترافیک ریاست مسوولین وايي، په دغو پېښو کې څه باندې ۴ زره کسان ژوبل شوي هم دي. بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي د ښارونو ګڼه ګوڼه، د معیاري سړکونو نشتوالی او د موټر چلونې د جواز نلرل؛ د ټرافیکي پېښو له عواملو ګڼي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې، د ټرافیکو عمومي ریاست په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې د برېښنایي مدیریت طرحه به په هغو پنځو لویو لارو کې عملي شي چې پکې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي.