د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په روان هجري- لمریز کال کې به د دغه ولایت له کروندګرو څه باندې شپږ زره ټُنه غنم وپېري. د دغو غنمو پیرلو موخه د کروندګرو ملاتړ او په بازارونو کې له احتکاره مخنیوی بلل شوی دی. دغه غنم به په ښه بیه وپیرل شي او په پام کې ده چې د مرکز په شمول د بېلابېلو ولایتو سیلوګانو کې وساتل شي او د بېړنیو حالاتو پرمهال ترې ګټنه وشي. د کندوز اوسېدونکي وايي، دا چاره له کروندګرو د ملاتړ سربېره د ګران پلورنې مخنیوي او بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې په پار ګټور ګام ګڼي. دا پداسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت مشر د پرېکړې له مخې د هېواد نورو ولایتونو کې هم د غنمو پیرلو لړۍ پیل شوې ده.