د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولینو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې ويلي، چې تېر کال په مرکز او ولایتونو کې د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۰ جوماتونه بیارغول شوي دي. دغه وزارت وايي، د عمرې او زیارت له ۱۳۲ متقاضي شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. د ياد وزارت مسوولينو زياته کړې، چې دې وزارت د عمرې او زیارت متقاضي شرکتونو ته ۴۲ جوازونه ورکړي او سعودي عربستان ته د ۴۴زره او ۳۰۷ زيارت کوونکو او عمرې متقاضیانو د لېږد لپاره یې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي. د یاد وزارت مسوولینو ويلي، چې د ۴۰ قراردادي شرکتونو له فعالیتونو څخه په دوامداره ډول څارنه هم شوې ده.