پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر جګپوړي مشران، ګوهر علي خان، عمومي مشر عمر ایوب خان او د دغه ګوند یو جګپوړی غړی شېر افضل مروت په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته د غونډې په جوړولو او له قانونه د سرغړونو په تور نیولي دي. د شاه محمود قریشي زوی زین قریشي، عامر دوګر، شیخ وقاص اکرم، نعیم الرحمن، زبیر خان او د سنیانو د شورا د ګوند مشر صاحب زاده حمید هغه کسان دي چې د پولیسو لهخوا نیول شوي دي. د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند د مشرانو د نیولو بهیر تر نن سهاره روان و.
د تحریک انصاف ګوند له څو میاشتې کرارۍ وروسته، د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ستره غونډه وربللې وه. دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو د عمران د پلویانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه هم کار واخیست.پولیسو ویلي، د تحریک انصاف ګوند مشران یې ځکه نیولي چې د غونډې د جوړولو د منعې فانون یې له پامه غورځولی و.