د خوست د پاسپورټ امریت مسوولینو د روان کال په پنځو میاشتو کې د نږدې ۹۶ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پاسپورټ آمر نوروز زاهد ویلي، چې د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې ۹ زره ۳۳۲ ټوکه پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۹۶ میلیونه ۲۵۰ زره ۲۵۵ افغانۍ عواید او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. هېره دې نه وی، چې په یاد ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته پاسپورټونه وېشل کېږي.