د پکتیا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د یاد ولایت په زرمت، ګرده څېړۍ، سيدکرم ، ډنډې پټان، جانې خيل او څمکنيو ولسوالیو او د مرکز ګردیز اړوند ځینې سیمو کې، د څه باندې ۳۲میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۰ شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د مسوولینو به خبره د یادو شبکو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې دوه زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.