ټاکل شوې ده نن ورځ په هرات ولایت کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو پایپ (ټاپي) پروژې د پرانیستې مراسم د ترکمنستاني او افغان لوړ پوړو چارواکو په ګډون ترسره شي. د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همدې موخه نن په یاد ولایت کې عمومي رخصتي هم اعلان کړې ده. دغه ریاست پرون په یاد ولایت کې ټولو سيمهييزو ادارو ته یو مکتوب استولی چې په کې راغلي، دا رخصتي د ټاپي پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو او سرپرست حکومت د چارواکو د ګډون له امله اعلان شوې ده. د ټاپي پروژې لومړۍ برخه په ترکمنستان کې بشپړه شوې ده. د یادولو وړ ده، چې د ګازو دا پایپ شاوخوا ۸۰۰ کیلومټره د افغانستان په خاوره کې غځېدلی دی.