اروپايي ټولنې ویلي، چې د بشري مرستو درېیمه جوپه کې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه روغتیايي توکي رسېدلي. یادې ټولنې ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه بشري مرستې استولې دي. اروپايي ټولنې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه جوپه کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یې اړین روغتیايي وسایل شامل دي. دغې ټولنې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته په ۳۷ الوتنو کې زرګونه ټنه بشري مرستې استولې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو د خوراکي توکو مرسته کړې، چې د ماشومانو، میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو په ګډون د سلګونو زرو خلکو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لګېدلې ده.