د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان نن عراق ته خپل لومړنی بهرنی سفر ترسره او د بغداد هوایي ډګر کې د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني له لوري ورته هرکلی شوی. د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې له خپل عراقي سیال او په کوربه هیواد کې له نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنه، د همکارۍ په اړه د څو سندونو لاسلیکول او په عراق کې له مېشتو ایراني سوداګرو سره لیدنې د پزشکیان د دغه سفر له موخو څخه دي.