په اروزګان ولايت کې د کليو بیارغونې او پراختیا رياست تر چتر لاندې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ له ۵۸۷ اړمنو کورنيو سره مرستې شوې دي. د ياد رياست وياند بشيراحمد حبيبي ويلي، چې دا مرستې د کندهار د کډوالو موسسې په تخنيکي همکارۍ، شوې دي. په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کېلو اوړه، ۹.۱ لېتره غوړي، ۱۲.۵ کېلو دال او ۱ کېلو مالګه شامله ده.