امریکا ایران تورن کړی، چې د اوکراین سره د جګړې لپاره یې روسیې ته د لنډ واټن وېشتونکي بالسټیک توغندي ورکړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون لندن ته د سفر پر مهال د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډېوېډ لامي سره د خبرو پر مهال ویلي، چې روسیې اوس دغه بالسټیک توغندي ترلاسه کړي او ښايي په څو اونیو کې به یې د اوکراین پر ضد وکاروي. ایران روسیې ته د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره د وسلو د ورکولو خبره رد کړې ده. له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه ادعاوې رد کړې. هغه زیاته کړه، چې تهران د اوکراین په جګړه کې برخه نه لري. فرانسې، جرمني او برېتانیا هم ویلي، چې له ایران سره د هوايي خدمتونو تړونونه لغوه کوي او ژمنه یې کړې چې د ایران پر هوايي حریم او پر هغو کسانو به چې د ایران د بالسټیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي او روسیې ته وسلې ورکوي بندیزونه ولګوي.