د اسراییلو پوځ خبر ورکړی، چې د غزې جنوب رفح سيمه کې يې يوه پوځي چورلکه را غورځېدلې، چې په کې دوه تنه اسراییلي عسکر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي. د پوځ په وينا ياده چورلکه په رفح سيمه کې د يو ټپي شوي اسراییلي عسکر د ژغورنې لپاره سيمه ته تللې وه چې را پرېوته. د والا په نوم اسراییلي پوځي ويب پاڼې ویلي، چې چورلکه بلاک هوک ده چې له ۱۴ تر ۲۲ پورې عسکرو د وړلو وړتيا لري او زياتوي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د دې ډول الوتکو دا لومړۍ پېښه ده. یوې بلې اسراییلۍ ورځپاڼې بيا ویلي، چې ياده چورلکه د هغه اسراییلي ژوبل شوي عسکر ژغورنې په موخه روانه وه، چې د فلسطيني ځواکونو لخوا په سنايپر ويشتل شوی و. د ورځپاڼې په قول دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړۍ د الوتکې را غورځېدو پېښه ده چې عسکر په کې ژوند له لاسه ورکوي او زياتوي چې له دې مخکې د فلسطيني ډلو لخوا ځيني اسراییلي الوتکې او چورلکې په نښه او ويجاړې شوې وې، خو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.