د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ویلي، چې د هرات ولایت تورغونډۍ بندرې کې د ټاپي پروژې ترڅنګ د شاوخوا ۴۰میلیونه ډالرو په ارزښت دوې پروژې پرانېستل شوې. په دغو پروژو کې د یاد بندر په مسیر کې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲کیلومټره اوسپنزې کرښې جوړول او د همدې مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د هنګرونو او تاسیساتو اعمار او اوسپنیزې کرښې جوړول شامل دي. حمدالله فطرت ویلي، له دغو پروژو د سرپرست حکومت موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري ريلي بندرونو په څېر په معيارونو سمبال او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکول دي، ترڅو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته شي. نوموړي ویلې دې سره به ریلي انتقالات زیات او په دې توګه به سوداګر راجلب شي، چې په بشپړېدو او عملي کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او ملي عواید به ورسره زیات شي.