د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د دې وزارت سرپرست وزير په نغلو کې د ۱۰ میګاه واټه لمریزې برېښنا پروژې له چارو کتنه کړې، چې په وینا یې ډېر ژر به په رسمي ډول پرانېستل شي. سرپرست وزیر د انرژۍ د تولید له دې مرکز څخه د لیدنې پر مهال زیاته کړې، چې د دې ۱۰ مېګاه واټه برېښنا په تولید سره به پلازمینه کابل او ننګرهار کې د برېښنا د کمښت ستونزې تر یو برید پای ته ورسېږي. د يادونې ده، چې په نغلو سیمه کې د لمريزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عوف بهرام شرکت په خصوصي پانګونه پلې شوې، چې ۱۰ میګاه واټه برېښنا تولیدوي.