د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) ویلي، چې بریتانیا له افغانستان سره شپږ میلیونه پونډه مرسته کړې ده. اوچا پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا مرسته به په روان کال او راتلونکي میلادي کال کې د سرپرست حکومت تر واک لاندې د افغانستان بشري صندوق ته ورکړل شي. د اوچا په خبره بریتانیا په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۳۰۴ میلیونه پونډه مرسته کړې دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې بریتانیا د افغانستان د بشري صندوق تر ټولو لوی څو کلن او منظم مرسته کوونکی دی او په ۲۰۱۴ کال کې یې د دغه صندوق له جوړېدو راهیسې څه باندې ۳۰۴ میلیونه پونډو مرسته کړې. څو ورځې وړاندې هم دغې نړیوالې ادارې د ناروې له لوري له افغانستان سره د ۲۰ میلیونه کرونو د مرستې خبر ورکړی و.