د لغمان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته یو ټولنیزمرکز جوړ شوی دی. د مسوولینو په خبره په یاد ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لخوا په دوو پوړونو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته ټولنیز مرکز جوړ شوی، چې ۸ خونې، جومات، څاه، تشنابونه او نورې اړینې برخې لري. د مالوماتو له مخې په دغه مرکز کې به د کډوالو، بېوزلو ځوانانو، نابینایانو او نورو اړمنو کسانو ته په بېلا بېلو برخو کې حوفوي او هنري زده کړې ورکړل شي.