د بامیان پوهنې ریاست د یوه کورني مرستندویه بنسټ په مالي مرسته د نجونو په ګډون څه د پاسه زرو زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده. د بامیانو د پوهنې رییس عنایت الله سهار وايي، ډیری دغه ماشومان له اقتصادي ستونزو سره مخ او په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو لګښت د ورکړې وس نه لري. نوموړی وايي دا ډول وړیا پروګرامونه به راتلونکي کې هم پيل کړي. یو شمېر زده کوونکي، چې د وړیا زده کړو زمینه ورته برابره شوې، د دا ډول پروګرامونو له جوړېدو هرکلی کوي او له پوهنې ریاست یې د دوام غوښتنه کوي.