د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ یوازینۍ ټسټ سیالۍ چې نن یې پنځمه ورځ وه او ټاکل شوې وه چې د هند په ګریټر نویډا ښار کې ترسره شي د تېرو څلورو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله لوبغالی د لوبې جوګه نه دی او دغه یوازینۍ ټسټ لوبه لغوه اعلان شوه. د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو لمخې، په لوبغالي کې اوس هم باران وريږي. دا د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې اتمه لوبه شوه چې له کوم بال کولو پرته لغوه کیږي.