د کاپيسا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یو کس په شخصي لګښت یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه ښوونځی په نجراب ولسوالۍ کې پر د دغه ښوونځي په جوړولو یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی. د کاپیسا د پوهنې رییس محمد فرید حقاني ویلي، چې دغه ښوونځی په پاخه او اساسي ډول رغول شوی، چې پنځه درسي خونې، یوه اداري خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري. د حقاني په خبره، د خالد بن ولید په نوم یاد ښوونځی په یوه وخت کې د ۲۵۰ زده کوونکو ظرفیت لري، چې د هارون نظري په نوم د یوه افغان له خوا چې په بهر کې اوسېږي، جوړ شوی دی.