د نیمروز ولایتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې په مرکز کې د څه باندې دوو زرو روږدو کسانو درملنه شوې ده. ډیری روږدي کسان وايي، ایران کې د کډوالۍ پرمهال پر نشه یي توکو معتاد شوي وو. د نیمروز د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت د روږدو زر بستریز روغتون کې تر دوه زره زیاتو روږدو درملنه شوې ده. د نیمروز د ولایتي مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ یو کال وړاندې دغه ولایت کې ۱۵ زره روږدي موجود وو، چې ډیری هغه یې تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ورګرځېدلي دي.