له ۱۶ کلونو کوچني ځوانان د ټولنيزو شبکو له کارونې منعه کړي. هغه زياته کړې ده چې نوی قانون به د فېسبوک، انسټګرام او ټيک ټاک کارولو لپاره يو ځانګړی سن وټاکي، چې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ به وي. نوموړي تمه ښودلې ده چې نوی قانون به په سمدستي توګه پلی شي. لومړي وزير ويلي، چې د موبايلونو او نورو وسايلو د سکرينونو مخ ته د ناستې په ځای بهتره ده چې کوچنيان د لوبو په ميدانونو کې وليدل شي. هغه ټولنيزې شبکې د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو لپاره يو «افت» بللی.