د دفاع وزارت لوی درستیز د ۳ پېلوټانو د فراغت او د هوايي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون محصلینو د ۴ کلنې درسې دورې د پيل مراسمو کې ویلي، چې په افغانستان کې د امريکا له ماتې سره سم د افغانستان يو شمېر چورلکې هم نورو هېوادونو ته انتقال شوې او امريکا اوس د ټولو اصولو خلاف په سپين سترګۍ سره د يادو چورلکو د سرنوشت په تړاو خبري کوي. نوموړی وايي، نړۍ بايد دا له ياده ونه باسي، چې افغانان خپل حق چاته نه بخښي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یو ځانګړي پروګرام له لارې یې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ځینو الوتکو مالکیت ازبکستان ته انتقال کړی دی.