پوهنې وزارت وايي، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د شاکي کلي اړوند د ابوریحان البیروني ښوونځي ته د ځايي خلکو له لوري د ۹۵ زره ډالرو لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې، چې په جوړېدو سره به یې ۴۰۰ تنو زده کونکو ته یو مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته شي. د ياد ښوونځي د جوړېدو لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو له لوري ورکول کېږي. د غزني د پوهنې رییس میر نصیر احمد حسیني، د یاد ښوونځي د پرانیستې پر مهال د ماشومانو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د خپلو همکاریو پر دوام له زده کړو څخه ملاتړ وکړي.